په کوهاټ کې د پوليو مخنيوي کمپاين لپاره بشپړ چمتوالی نيول شوی

کوهاټ ( نعمت الله خان)
د کوهاټ ډپټي کمېشنر عبدالاکرم ويلي، په ضلع کې يې د پوليو ويروس ضد کمپاين لپاره چمتوالی سر ته رسېدلی.
د نوموړي په خبره، په کوهاټ ضلع کې به تر دوه لکه څخه ډېر تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته به د پوليو يا ګوزڼ ويروس ضد واکسينو ترڅنګ د وټامن (A)کپسول به هم ورکول کېږي. ده پر والدينو غږ کړی چې خپل ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين هرو مرو ورکړيياد به کمپاين د دغه روانې مې مياشت تر 26 تاريخ پر 30 پورې دوام لري.
ښاغلی زياتوي، چې پوليو ويروس درملنه نه لري د دغه ساري ويروس مخنيوی د واکسينو پر دوو څاڅکو سره شونی دی.
د نړيوال روغتيا سازمان( ډبليو اېچ او ) او د پاکستان پوليو مخنيوي پروګرام شمېرو له مخې په دغه روان کال کې تر دې مه د پوليو 12 مثبتې پېښې په هېواد کې ثبت شوې دي.
پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه يوازيني هېوادونه دي چې لا پکې ماشومان په ياد ويروس اخته کېږي.
What's Your Reaction?






