افغان چارواکي دې دټي ټي پي اؤ مجيد بريګيډ خلاف قابل تصديق ګامونه واخلي،اسحاق ډار

Aug 20, 2025 - 19:20
 0  7
افغان چارواکي دې دټي ټي پي اؤ مجيد بريګيډ خلاف قابل تصديق ګامونه واخلي،اسحاق ډار

نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د پاکستان، چین او افغانستان ترمينځه درې اړخيزه خبرو اترو دريم پراؤ كښې ګډون لپاره کابل ته رسيدلے دے۔د خارجه دفتر د اړخه جاري بيان له مخې د كابل په هوائي ميدان د افغانستان نائب خارجه وزير محمد نعیم ، چیف آف سټیټ پروټوکول فیصل جلالي ، ډائریکټر جنرل فرسټ پولیټیکل مفتي نور احمد او افغانستان كښې د پاکستان سفیر عبید الرحمان نظاماني د هغه هركلے وكړو

  دپاکستان نائپ  وزيراعظم  اؤ خارجه وزير  اسحاق ډار  په کابل کښې دپاکستان، چين اؤ افغانستان دخارجه وزيرانو شپږم درې فريقي اجلاس په موقعه دافغانستان قائمقام خارجه وزير، مولوي اميرخان متقي سره دوه اړخيزه ليدنه کړې ده.

  دواړو خارجه وزيرانو  دخپلو ملکونو ترمينځ ددوه اړخيزه تعلقاتو په مثبت رجحان داطمينان اظهار کړے دے، هغوي  ددواړو ملکونو ترمينځ  دسفارتي نمائندګۍ دناظم الامور نه دسفير کچې ته دلوړولو هرکلے کړے دے، لکه څنګه چې  په ٢١مه مئ،٢٠٢٥م کښې  په بيجنګ کښې ددرې اړخيزه غونډې په دوران اتفاق شوے ؤ.

  داوسنيو راپطو په حوالې ورکولو سره، چې پکښې  دنائب وزيراعظم اؤ خارجه وزير د١٩م اپريل اؤ ١٧مې جولائي ٢٠٢٥م دکابل دورې اؤ په ٢١مه مئ ٢٠٢٥م  دبيجنګ اجلاس شامل دي، خارجه وزيرانو په دې خبره داطمينان اظهار وکړو چې په دې ملاقاتونو کښې شوې  زياتره فيصلې نافذ شويدي اؤ يا تکميل ته نزدې دي، دې اقداماتو سره پاک افغان تعلقات، په خاص توګه تجارت اؤ دټرانزټ ټريډ په څانګو کښې په ډاګيزه توګه مضبوط شويدي.

  نائب وزيراعظم اؤ خارجه وزير په سياسي اؤ تجارتي تعلقاتو کښې  دډاډ وړ پرمختګ ستائيلے اؤ وئيلي  خو په دې خبره ئې دتشويش اظهار کړے دے چې  امنيتي څانګې ، په ځانګړې توګه دترهه ګرۍ په مخنيوي کښې پرمختګ لا ډير شاته دے،  هغه دپاکستان دننه اوسنيو ترهه ګرو حملو کښې  داضافې نشاندهي وکړه چې پکښې ککړې ډلې  دافغان خاورې نه فعاله دي اؤ په افغان  چارواکو ئې زور راوړو چې هغوي دې  دټي ټي پي اؤ بي ايل اے  مجيد بريګيډ پشان دعناصرو په ضد کلک اؤ قابل تصديق اقدامات وکړي.

  دافغانستان  قائمقام خارجه وزير يقين دهاني ورکړې ده چې  افغان خاوره به دپاکستان يا بل کوم ملک خلاف  دڅه قسمه ترهه ګرې ډلې لپاره داستعماليدو اجازه ورنۀ کړے شي.

اسحاق ډار دافغان چارواکو دخلوص نه په ډک کوربتوب دهغوي  شکريه ادا کړې اؤدشپږم درې اړخيزه اجلاس په کاميابۍ سره په ترسره کيدو ئې هغوي ته مبآرکي ورکړې ده.

  

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي