دفلسطيني صدر حماس نه دوسلې غورزولو غوښتنه
دفلسطين صدر محمود عباس مزاحمتي وسله والې ډلې حماس نه دوسلې غورزولو غوښتنه کړې ده.
دغيرملکي ميډيا ترمخه فرانسيسي صدر ايمانوئل ميکرون اؤ دسعودي ولي عهد محمد بن سلمان ته ليکل شوي خط کښې صدر محمود عباس دفلسطين دعوامو حفاظت لپاره د عرب اؤ بين الاقوامي فوجونو دتعيناتۍ غوښتنه کړې ده.
درپورټ ترمخه محمود عباس پخپل خط کښې وئيلي دي چې حماس به په غزه نور حکومت نۀ کوي، دوي ته به خپله وسله اؤ فوجي صلاحيتونه فلسطيني سيکورټي فورسز ته حواله کول وي.
دۀ پخپل خط کښې وئيلي دي چې دمتحده قامونو دسلامتي کونسل دمينډيټ سره استحکام اؤ دتحفظ دمشن دبرخې په توګه دعرب اؤ بين الاقوامي فوجونو په فلسطين کښې دتعيناتۍ لپاره رابللو ته تيار يو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0