کۀ په پرامنه مظاهرينو ډزې شوې نو مداخلت به کوو،ايران ته دامريکې دهمکې

Jan 2, 2026 - 15:06
 0  4
کۀ په پرامنه مظاهرينو ډزې شوې نو مداخلت به کوو،ايران ته دامريکې دهمکې

دامريکې صدر ډونلد ټرمپ وئيلي دي چې کۀ چرې په ايران کښې سيکورټي فورسز په پرامنه مظاهرينو ډزې وکړې اؤ دوي ئې ووژل نو امريکا به مداخلت کوي، دۀ دا بيان پخپل سوشل ميډيا پليټ فارم ټروتهـ سوشل جاري کړے دے، ټرمپ وئيلي دي چې کۀ ايران پرامنه مظاهرين په ډزو سره وژني نو امريکا به ددوي دمرستې لپاره مخې ته راځي، دهغه ترمخه امريکا تياره ده اؤ دضرورت په پيښيدو کارروائي کولے شي  ايران کښې دګرانۍ اؤ معاشي مشکلاتو خلاف په ګڼ شمير کښې خلقو دتشدد نه ډکې مظاهرې کړي چې پکښې ديوامنيتي اهلکار پشمول تراوسه شپږ کسان وژل شويدي، هنګامه ارايۍ کښې ککړ ديرش کسان نيول شوي هم دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي