ډي ائي خان کښې ټريفکي پېښه،١١ تنه مړۀ

Sep 26, 2025 - 14:35
 0  1
ډي ائي خان کښې ټريفکي پېښه،١١ تنه مړۀ

د خیبرپښتونخوا د ډېره اسماعیل خان  ضلع کښې یو زړه‌بوږنونکی ټرافیکي پېښه رامنځته شوې چې پکښې د یو کورنۍ یولس کسان ژوند له لاسه ورکړے دے. دغه پېښه د داناسر په سیمه کښې رامنځته شوې ده.  سرچینو له مخې، پېښه هغه وخت وشوه کله چې د  يو ګاډي بریک فېل شو، چې له امله یې ګاډی  کښې ناست د یوې کورنۍ له یولس کسان پحق ورسيدل، رېسکیو ۱۱۲۲ پۀ وخت اقدام وکړو او درې ټپیانو ته یې سمدستي لومړنۍ طبي مرسته ورکړه. د رېسکیو سرچینو له مخې، پېښه کښې د مړو شوو اوو کسانو مړي راایستل شوي دي، چې پکښې پنځه ښځې، یو نارینه او یو ماشوم شامل دي. ټپیانو کښې  دریاب خان، احمد، او لس کلن یوسف دي. سرچینې وايي چې دا زړه بوږنونکې پېښه هغه مهال وشوه کله چې دا کورنۍ له خانوزي څخه ډېره اسماعیل خان ته روانه وه. رېسکیو ۱۱۲۲ ټول  مړي  د قانوني کارروايي  لپاره روغتون ته انتقال کړی دی. د روغتون چارواکو هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې ټول ټال ۱۱ کسان مړه شوي دي، چې پکې څلور مړي د سیمه‌یزو خلقو له خوا روغتون ته انتقال شوي دي.  دا پېښه هغه وخت وشوه کله چې ګاډی د ډېره اسماعیل خان د داناسر په سیمه کې له یوې غاړې نه ژورې کندې ته پرېوتو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي