کۀ زمونږ په خپلواکۍ حمله وکړے شوه نو جواب به ورکولے شي،ډي جي ائي ايس پي ار

ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې څوک دې په شک کښې نۀ اوسي، کۀ زمونږ په خپلواکۍ حمله وکړے شوه نو جواب به ورکولے شي
پينډۍ کښې دنيوي اؤ فضائيې دافسرانو سره په يو ځائے شريک پريس کانفرنس ته په وينا کښې دۀ ووئيل چې الحمدلله دپاکستان فوجونو چې دقوم سره کومه وعده کړې وه، هغه ئې پوره کړه، بهارت په جارحيت کولو سره دبې ګناه پاکستانيانو وينه توئې کړې ده.
دۀ ووئيل چې دبهارتي جارحيت خلاف پاکستان اپريشن بنيان مرصوص شروع کړو، دبهارت لخوا دډرون په ذريعه دپاکستاني فضائي حدودو خلاف ورزي شوې ده، دوطن په دفاع کښې شهيد شوو ته دعقيد پيرزوئينې پيش کوو.
دۀ ووئيل چې ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې پاک فوج دخپل قوم سره ددريوو څيزونو وعده کړې وه، مونږ وعده کړې وه چې دپاکستان جواب به کوټلے وي، مونږ دقوم سره وعده کړې وه چې زمونږ دجواب وخت، مقام اؤ طريقه به مونږ پخپله فيصله کوو.
ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې مونږ وئيلي وو چې کله مونږ جواب ورکړو نو صرف هندي مډيا نۀ بلکې دټولې دنيا ميډيا ته به پته ولګي. پاکساني فوجونه دخپلو غيورو اؤ بهادرو عوام شکريه ادا کوي، په شپږمه اؤ اوومه مئ دبهارتي جارحيت په وجه دماشومانو او زنانه ؤ پشمول معصوم کسان شهيدان شويدي، بهارت دازاد کشمير سويلين ابادي په درنو وسلو سره په نخښه کړې ده
دۀ ووئيل چې زمونږ زړونه اؤ همدردۍ دشهيدانو دکورنيو سره دي. ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې پاک فوج په اپريشن بنياد مرصوص کښې دپاکستان خلاف استعمال شوي ٢٦ عسکري اهداف په نخښه کړيدي، اړي نيټ ورکس اسټيشن اؤ پونچهـ راډار په نخښه کړے شوے دے،.
دۀ ووئيل چې دالله پاک شکريه ادا کوو چې هغه فتح راکړه، دوزيراعظم اؤ وزيرانو مشکور يو چې په مشکل وخت کښې ئې اهمې فيصلې وکړې، دپاکستان خلاف داپريشن کوونکو ټولو مقاماتو باندې پاکستان جواب ورکړے دے، دعوامو، ځواوانانو اؤ سياسي قيادت شکر ګزار يو چې درياست سره ودريدل.
ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې پاکستان دبهارت شپږ ويشت فوجي اهداف په نخښه کړل چرته نه چې په پاکستاني عوامو حمله شوې وه. مونږ سورت ګړهـ، سرسه، ادم پور، اونتي پوره کښې اهداف په نخښه کړيدي، اودهم پور، پټهان کوټ کښې هم اهداف په نخښه کړے شويدي. په دوه مقاماتو مو دبهارت کے ايس ٤٠٠ بيټري سيسټم په کاميابۍ سره په نخښه کړے دے.
دۀ ووئيل چې پاکستان پخپلې پراخه ټيکنالوجۍ کښې دځينې په تحمل سره استعمال کړے دے، دددغه شان بې شميره ټيکنالوجۍ صلاحيتونه په مستقبل کښې هم استعماليدے شي، په کنټرول لائن مو هاغه فوجي تنصيبات په نخښه کړي چې په ازاد کشمير کښې په معصومو وګړو دحملو لپاره استعماليدل.
دۀ ووئيل چې پاکستان په ډير مهارت، تحمل اؤ درستګۍ سره جواب ورکړے دے، په پاکستان حمله کوونکي ټول ځايونه مو په نخښه کړيدي. فوجي ترجمان ووئيل چې بياس او نګروټا کښې مو دبراهموس ميزائيلونو په اډه حمله کړې ده، پاکستاني فوجونو کوټلې سائبر حملې هم کړيدي، دبهارتي فوج زيراستعمال سيسټم مفلوج کړے شوے دے.
دۀ ووئيل چې په مشرقي سرحد دپاک فوج دمصروفيت په دوران خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې هم په بهارتي سرپرستۍ کښې کيدونکې دهشت ګردۍ کښې اضافه وشوه، کله چې هم بهارت جارحيت وکړي ، زمونږ ردعمل به جامع، کوټلے اؤ فيصله ايز وي.
ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې بهارت په پاکستان کښې په دهشت ګردۍ کښې ککړ دے دکوم چې ثبوت موجود دے، څوک دې په شک کښې نۀ اوسي، کۀ زمونږ په خپلواکۍ حمله وکړے شوه نو جواب به ورکولے شي، پاکستاني ميډيا په بهادرۍ سره دبهارتي ميډيا مخې ته کلکه ودريدلې ده.
What's Your Reaction?






