غزه کښې داسرائيلو حملې جاري،نور43 کسان شهيدان

پېښور: قطري خبري رسنۍ الجزيره دجمعې په ورځ وئيلي چې په غزه کښې داسرائيلو په حملو کښې نور ٤٣ کسان شهيدان شويدي.
دالجزيره ترمخه دغزه په شمالي جباليه کښې داسرائيلو په فضائي حمله کښې پينځه کسان شهيدان شويدي، دغه خبره دغزه دسول دفاع ادارې کړې ده.
همدغه شان په غزه ښار کښې داسرائيلو په حملو کښې ديو ماشوم پشمول دوه کسان شهيدان شويدي.
داسرائيلو چينل ١٢ اطلاع ورکړې ده چې حکومت او پوځ ئې په غزه کښې دفوځي اپريشن دپراخه کولو فيصله کړې ده.
په رپورټ کښې وئيل شويدي چې په زرګونو ريزرو اهلکارو ته دبيدارۍ غږ شوے دے.
بل لوري ته دالجزيره ترمخه په جنوبي شام کښې داسرائيلو په يوه فضائي حمله کښې څلور کسان وژل شويدي، دغه خبره دشام سرکاري خبري ادارې سنا کړې ده.
What's Your Reaction?






