داسرائيلو لخوا شمالي غزه کښې شوې بمبارۍ کښې نور ٤١ نور فلسطينيان شهيدان
په غزه کښې د اسرايلي هوايي بريدونو له امله، فلسطيني تنظيم حماس دعوه کړې چې د دوو يرغمالو سره اړيکه پرې شوې ده. حماس وايي چې د اسرايلي بمبارۍ له کبله د يرغمالو ژوند له خطر سره مخ دے، او د دې وضعيت نه د وتو لپاره دوي غوښتنه کړې چې په شمالي غزه کښې دې د 24 ساعتونو لپاره بريدونه ودرول شي. د فلسطيني چارواکو په وينا، د اسرايلي پوځ لهخوا د نصيرت کډوالو کمپ او نور مېشت ځايونه هدف ګرځېدلي دي، او په وروستيو بريدونو کښې 41 نور فلسطينيان وژل شوي دي. په خان يونس کښې يو دوه نيم مياشتنے ماشوم هم د لوږې او د درملنې د نه شتون له امله ژوند له لاسه ورکړو د غزې د روغتيا وزارت وايي، له اکتوبر 2023څخه تر اوسه پورې، د اسرايلي بريدونو له امله 66 زره فلسطينيان شهيدان شوي او له 168زرو زيات ژوبل شوي دي. چارواکي وايي چې د استوګنې پۀ کورونو بمبارۍ طبي ټيمونه له سختو ستونزو سره مخ کړي، ځکه چې دوي نه شي کولے ژوبل شوي او يا د ملبې لاندې بند پاتې خلقو ته ځان ورسوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0