بلوچستان کښې دبارانونو دلاسه شپږ کسان مړۀ

Jul 1, 2025 - 15:11
 0  1
بلوچستان کښې دبارانونو دلاسه شپږ کسان مړۀ

په بلوچستان کښې دپشکال بارانونو دلاسه رامينځته شوو پېښو کښې ديو ماشوم اؤ زنانه ؤ پشمول شپږ کسان پحق رسيدلي دي.

  دپي ډي ايم اے لخوا تيره مياشت  دشوې مرګ ژوبلې  رپورټ جاري کړے شوے دے چې ترمخه ئې  ديو ماشوم اؤ پينځوو زنانه ؤ پشمول شپږ کسان پحق رسيدلي دي.

په رپورټ کښې وئيل شويدي چې دديوار راپريوتو اؤ سيلابي اوبو کښې دلاهو کيدو په وجه ددريوو زنانه ؤ پشمول اووۀ کسان ژوبل شويدي، خضدار اؤ په زيارت کښې دبارانونو دلاسه يوولسو کورونو ته جزوي نقصان رسيدلے اؤ په ژوب کښې  په سيلابي اوبو کښې دګاډي لاهو کيدو په وجه يو ماشوم اؤ درې زنانه پحق رسيدلي دي

 په دې پېښه کښې يوه زنانه اؤ يو تن ژوبل شوي هم دي. په زيارت کښې زنانه په ډيم کښې لاهو شوې اؤ پحق رسيدلې ده، په موسي خيل کښې دديوال راپريوتو په وجه دزنانه پشمول څلور کسان ژوبل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي