بهارتي فضائيې درافيل طيارې درانسکوريدو اعتراف وکړو

May 11, 2025 - 22:15
 0  3
بهارتي فضائيې درافيل طيارې درانسکوريدو اعتراف وکړو

د بهارتي فضائيې  ائير مارشل اوديش  کمار بهارتي دپاکستاني ائيرفورس لخوا درافيل طيارې درانسکورولو تصديق کړے دے اؤ وئيلي ئې دي  چې مونږ دجنګ په حالت کښې يو، په جنګ کښې نقصان کيږي.

پاکستان ددريوو رافيل  طيارو پشمول دهند دپينځوو طيارو او ٧٠و نه زياتو ډرونز درانسکورولو خبر ورکړے خو هند په جنګ کښې خپل تاوان نۀ مني.

 دډان نيوز ترمخه  په نوي ډيلي کښې يو پريس کانفرنس ته په وينا کښې  چې کله صحافي دايئر مارشل اوديش کمار( اے کے) بهارتي نه پوښټنه وکړه چې ايا هغه په دې اړه  شميره ورکولے شي چې  هند څومره اثاثې بائيللي اؤ دا چې په بين الاقوامي  ميډيا کښې درافيل طيارو درانسکوريدو خبرونه زيرګردش دي.

  ددې سوال په جواب کښې ايئر مارشل اے کے بهارتي ووئيل  بهارت دا وخت  دجنګ په حالت کښې دے اؤ په جنګ کښې نقصان کيږي.

هغه صحافي ته ووئيل  هغه ته داپوښتنه کول پکار دي چې ايا هند خپل مقاصد ترلاسه کړيدي، په ځانګړې توګه دترهه ګرو دځالو دتباه کولو هدف، نو ددې جواب په اثبات کښې دے.

 ايئر مارشل اے کے بهارتي ووئيل دنقصانونو په اړه هغه دا وخت کومه تبصره نۀ شي کولے ځکه چې دې سره به دشمن ته فائده رسيږي اؤ هغه دشمن ته کومه فائده رسول نۀ غواړي.

 هغه ووئيل صرف دا وئيلے شي چې هغوي خپل اهداف ترلاسه کړي دي اؤ ټول پائيلټان په حفاظت سره واپس راغلي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي