غيرقانوني افغان وګړي ترهه ګرۍ اؤ په سنګينو جرمونو کښې ککړ دي،ډي جي ائي ايس پي ار

Sep 19, 2025 - 21:36
 0  0
غيرقانوني افغان وګړي ترهه ګرۍ اؤ په سنګينو جرمونو کښې ککړ دي،ډي جي ائي ايس پي ار
ډي جي ائي ايس پي ار ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري واضحه کړې ده چې  مستند شواهد موجود دي چې  غيرقانوني افغان وګړي ترهه ګرۍ اؤ په سنګينو جرائمو کښې ککړ دي. ډي جي ائي ايس پي ار  د جرمن جريدې نمائنده سره په اهمو امورو خبرې کړيدي،  جرمن جريدې سره په خصوصي مرکه کښې ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې پاکستان تر څلويښتو کلونو دلکونو افغان کډوالو ميلمستيا کړې ده،  دافغان مهاجرينو باعزته واپسۍ لپاره  ډيرې منظمې طريقې سره اقدامات شويدي اؤ پاکستان په انساني بنيادونو  دافغان مهاجرينو دانخلا ډيډلائن کښې څو واره پراختيا کړې ده، ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري ووئيل چې   دافغان مهاجرينو دپناه بنيادي وجوهات غيرملکي مداخلت اؤ خانه جنګي وه اؤ هاغه وجوهات اوس موجود نۀ دي. دهند په اړه  ديوې پوښتنې په جواب کښې ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې په بهارت کښې  دتشدد پېښې دبهارتي حکومت دسيوا شوو انتها پسندو پاليسيو نتيجه ده، بهارت  خپل داخلي مسائيل  بهرني اؤ بهرني مسائيل دداخلي مسئلې په جوړولو سره پيش کوي، بهارت په رياستي سرپرستۍ کښې په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ په کارروائيو کښې ککړ دے. ډي جي ائي ايس پي ار ووئيل چې  دبهارتي فوج  دحاضر سروس افسرانو په پاکستان کښې ددهشت ګردۍ په کارروائيو کښې دککړتيا مستند شواهد مخې ته راغلي اؤ پاکستان  دبهارتي دهشت ګردۍ ثبوتونه  دعالمي قامونو مخې ته څو کرته پيش کړيدي، دۀ ووئيل چې  دکشمير دمسئلې حل لپاره  عالمي ورورولۍ ته خپل کردار ادا کول پکار دي. دۀ ووئيل چې  بهارتي رياستي ادارې دارمي پشمول دشدت پسنده سياسي نظرياتو زيراثر دي، دپاکستان رياست ټول غيررياستي عناصر بغير دتفريق نه مسترد کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي