خېبرپښتونخوا کښې پينځه خوارج ووژل شول، ائي ايس پي ار

په خېبرپښتونخوا کښې سيکورټي فورسز په دوه مختلفو اپريشنو کښې پينځه خوارج وژلي دي
دائي ايس پي ار ترمخه سيکورټي فورسز په خفيه اطلاع په شمالي وزيرستان اؤ پېښور کښې دوه کارروايۍ کړيدي چې پکښې پينځه هندي حمايت يافته خوارج وژل شوي دي چې پکښې يو په شمالي وزيرستان کښې وژل شوے دے.
دائي ايس پي ار ترمخه دپاريشن په دوران دخارجو ځالې په نخښه کړے شويدي، وژل شوو خوارجو کښې حارث اؤ بصير هم شامل وو.
What's Your Reaction?






