سندهـ کښې وسله والو څلور تنه ووژل

دسندهـ صوبې په شکار پور کښې په انډس هائي وے دوسله والو کسانو په ډزو څلور کسان وژل شويدي، پوليسو پېښه دپخوانۍ دشمنۍ سبب ګرځولے دے.
شکارپور کښې ګړهي يسين ټول پلازه سره نزدې په انډس هائي وے وسله والو کسانو په يو ګاډي ډزې کړيدي، دډزو له امله نور محمد سندراني، نظام احمد سندراني، ادم سندراني اؤ نامعلومه دګاډي ډرائيور په موقعه ساه ورکړې ده.
دپوليسو وينا ده چې پېښه دپخوانۍ دشمنۍ نتيجه کيدے شي، پوليسو دموقعې نه شواهد راټول کړي اؤ تحقيقات ئې شروع کړيدي، دملزمانو ګرفتارۍ لپاره ناکه بندي شوې اؤ چهاپې وهل کيږي
What's Your Reaction?






