دافغانستان پشمول نړۍ زياترو ملکونو کښې داختر ورځ ولمانځل شوه، پاکستان کښې به دخالي په ورځ اختر وي

دپېښور، نوښار، صوابۍ اؤ قبائيلي سيمو ترڅنګ دنړۍ په زياترو ملکونو کښې تيره ورځ دلوئے اختر وړومبۍ ورځ لمانځل شوې او وروسته دڅاروو قربانۍ ورکړے شويدي. خو په پاکستان کښې نن دخالي په ورځ داختر وړومبۍ ورځ لمانځل کيږي.
په سعودي عرب کښې دغټ اختر لوئې اجتماعات په مسجدالحرام اؤ مسجد نبوي کښې ترسره شويدي، چرته چې دلکونو په شمير کښې موجودو حاجيانو اؤ نورو خلقو داختر لمونځ ادا کړے دے.
دسعودي عرب په زرګونو وړو جوماتونو کښې هم داختر لمونځ ادا کړے شوے دے چې پکښې دسعودي وګړو ترڅنګ پاکستانيانو اؤ نورو غيرملکيانو هم شرکت کړے دے.
داختر دلمونځ داجتماعاتو وروسته په سنت ابراهيمي عمل کولو سره حاجيانو دقربانۍ فريضه ادا کړه دکوم نه پس چې هغوي سرونه ښرولي دي.
په ټوله نړۍ کښې دلوئې اختر تهوار تيره ورځ ولمانځلے شو چې پکښې سعودي عربو متحده عرب امارات، عمان، قطر، کويت، انډونيشيا، اسټريليا، افغانستان، برطانيه، امريکا، کينيډا اؤ فرانس شامل دي، په دې ملکونو کښې دذوالحجې مياشت په ٢٧مه مئ ليدل شوې وه.
دپاکستان مرکزي رويت هلال کميټۍ لخوا دشوي اعلان ترمخه به لوئے اختر نن دخالي په ورځ په ٧م جون لمانځل کيږي، دخېبرپښتونخوا دنوښار، پېښور اؤ صوابۍ اؤ قبائيلي ضلعو پشمول په يو شمير ضلعو کښې تيره ورځ داختر وړومبۍ ورځ لمانځل شوې، داختر لمونځ ادا کړے شوي اؤ وروسته دافغان مهاجرينو لخوا دڅاروو قربانۍ ورکړے شويدي.
بل اړخ ته د٦٠٠ نه دزياتو ورځو راهسې داسرائيلي ظلمونو نخښه جوړو شوو فلسطينيانو دتباهۍ اؤ محرومۍ په فضاء کښې لوئې اختر لمانحلے، فلسطينيانو دا اختر دژوند ترټولو مشکل اختر ګرځولے دے. کۀ يو اړخ ته لوئے اختر په روايتي توګه دخوشحاليو، قربانۍ اؤ يو بل سره دميلاويدو موقعه وي نو بلخوا دا ځل دفلسطينيانو لپاره دا ورځ دمايوسۍ اؤ صبر ازميښت جوړ شوے دے. دغزه اوسيدونکي ابراهيم احمد الجزيره ته وئيلي دي چې دا زمونږ دژوند ترټولو مشکل اختر دے، خلق دسخت معاشي اؤ انساني بحران سره مخ دي. په عين حال کښې اسرائيلي فوج داختر په ورځ هم په غزه کښې بمباري کړې ده چې پکښې ٣٤ فلسطينيان شهيدان شويدي.
What's Your Reaction?






