پاکستان اؤ امريکا دتعلقاتو مضبوطولو لپاره پرعزم دي، وزيراعظم

وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي دپاکستان اؤ امريکې تعلقات په نوي دور کښې داخليږي اؤ دواړه ملکونه دتعلقاتو مضبوطولو لپاره پرعزم دي.
په اسلام اباد کښې دامريکې په سفارتخانه کښې دازادۍ دورځې دستورې ته په وينا کښې وزيراعظم ووئيل چې امريکې ته دازادۍ د٢٤٩مې ورځې په مناسبت مبارکي وايم.
دۀ ووئيل دواړه ملکونه په جمهوري روايتونو او دائيني په سرلوړۍ يقين ساتي، امريکا دپاکستان تسليموونکو ابتدائي ملکونو کښې شامل وه، امريکا وړومبے ملک دے چې پاکستان ئې په ١٩٤٧ کښې تسليم کړے ؤ.
What's Your Reaction?






