دهندي پوځ پاکستان سره جنګ کښې دخپلو جنګي طيارو دتباهۍ تصديق

May 31, 2025 - 22:36
 0  0
دهندي پوځ پاکستان سره جنګ کښې دخپلو جنګي طيارو دتباهۍ تصديق
Screengrab/DAWN

 هندي پوځ په لومړي ځل تصديق کړے دے چې په مئ کښې  دپاکستان سره په نښتو کښې ددوي يو څه جنګي طيارې تباه شوي  خو دغه څلور ورځنۍ شخړه کله هم ايټمي جنګ ته نۀ وه نزدې شوې.

 په سنګاپور کښې شنګريلا ډائيلاګ کښې دشرکت په دوران بلومبرګ ټي وي سره انټرويو کښې دبهارتي وسله والو پوځونو چيف اف ډيفنس اسټاف جنرل انيل چوهان  وئيلي  اهمه خبره دا نۀ ده چې طيارې راپريوتي، بلکې دا ده چې هغه ولې راپريوتي

دۀ ووئيل دپاکستان دا دعوه چې دوي شپږ هندي جنګي طيارې رانسکورې کړي، بيخي غلطه ده، خو هغه دا نۀ دي وئيلي چې  هند په دې جنګ کښې ( دپاکستان) څومره طيارې رانسکورې کړيدي.

 دۀ ووئيل کومې غلطۍ چې شوي هغه  اهمې دي، مونږ په دې غلطيو پوهه شوي يو، دا مو سمې کړي اؤ بيا مو دوه ورځې پس دوباره خپلې  ټولې طيارې الوزولي  اؤ  تر اوږدې فاصلې مو کاميابې حملې کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي