خېبرپښتونخوا کښې دتشدد پېښې:دوه ترهه ګر اؤ پينځه اولسي وګړي وژل شوي،سکول په بمونو الوزول شوے
پېښور: دخېبرپښتونخوا په مهمندو کښې په ډزو يو تن وژل شوے اؤ درې پوليس وژل شوي،ټانک کښې سي ټي ډي دوه ترهه ګر وژلي، په بنو کښې سرکاري سکول په بمونو الوزول شوے،موراؤ زوې په ډزووژل شوي اؤ په هري پور کښې هم پلار اؤ زوې په ډزووژل شويدي.
په مهمندو کښې دنامعلومو وسله والو په ډزو يو اولسي وګړے پحق رسيدلے اؤ درې اهلکار ژوبل شويدي.
دپوليس ذريعو وينا ده چې دتحصيل صافي علاقې ترنګزئي بابا جي کښې وسله والو کسانو ډزې کړيدي.
ژوبل شوي کسان په فوري توګه ډسټرکټ هيډکوارټر هسپتال غلنۍ ته منتقل کړے شويدي چرته چې دهغوي حالت تشويشناک ښودلے شي.
دپېښې وروسته دمهمندو ډي پي او رضا ممد او ايس پي انويسټي ګيشن ډي ايچ کيو هسپتال غلنۍ ته ورغلي اؤ دژوبل شووکسانو پوښتنه ئې کړې ده.
پوليسو علاقه په ګيره کښېاخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شرونع کړے دے.
بل لوري ته دډيره اسماعيل خان ريجن سي ټي ډي دانټلي جنس معلوماتو په بنياد په ټانک کښې کارروائي کړې ده اؤ دوه ترهه ګر ئې وژلي دي، ايډيشنل ائي جي سي ټي ډي ترمخه شيخ اوتار، دګومل تاڼې حدودوکښې په ضلع ټانک کښې کارروائي شوې ده.
داپريشن په دوران ترهه ګرو دسي ټي ډي په ټيم ډزې کړيدي، دډزو تبادله تر څلويښتو منټو روانه وه.
دډزو نه وروسته سرچ اپريشن کښې دټي ټي پي مشتاق ګروپ دوه ترهه ګر امدادالله اؤ توقير مړي ترلاسه شويدي
وژل شوو ترهه نه دوه کلاشنکوفې، شپږ ميګزين ، کارتوس اؤ دوه لاسي بمونه هم ترلاسه شويدي
وژل شوي ترهه ګر امدادالله او توقير په ګره اسلم ائي اي ډي حمله کښې ککړ وو چې پکښې پينځه پوليس اهلکار شهيدانشوي وو.
اخوا دبنو ضلعې علاقې ممندخيل تلګي کښې دنامعلومو کسانو په ډزو مور اؤ زوې وژل شويدي،دوژل شوو کسانو مړي وروسته هسپتال ته منتقل کړے شويدي.دپېښې وروسته دپوليس نفري دپېښې ځائے ته رسيدلې اؤ دپېښې تحقيقات ئې شروع کړيدي.
اخوا بنو کښې سرکاري سکول په بارودو والوزول شو
په ضلع بنو کښې يو سرکاري سکول نامعلومو کسانو په بارودو الوزولے دے، ذريعو پېښه دبکاخيل کلي غوړه کښې شوې ده چرته چې نامعلوموکسانو ګورنمنټ پرائمري سکول نور جان بکاخيل په بارودي موادوسره الوزولےدے. دچاؤدنې له امله دسکول عمارت تباهشوے دے، دپېښې وروسته سيمې ته پوليس رسيدلي اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.
بلخوا هري پور کښې په روانه رکشه دډزو له امله پلار او زوې وژل شويدي اؤ يو تن ژوبل شوے دے.
دپوليس ذريعو وينا ده چې پېښهدهري پور علاقې درويش په مقام شوې ده .
دډزو له امله رکشه کښې ناست پلار او زوې پحق رسيدلي اؤ يو تن سخت ژوبل شوے دے چې هسپتال ته دعلاج لپاره رسول شوے دے. دقتل شوو پيژندګلو دعبدلرزاق اؤ دهغه زوې افتخار دکاګ اوسيدونکي په توګه شوې ده. پوليس موقعې ته رسيدلي ، شواهد ئې راټول کړي اؤ دپېښې تفتيش ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0