سندهـ، دخوښې په وادۀ کولو زنانه اؤ سړے قتل

دسندهـ صوبې په دادو ضلع کښې عدالت کښې دخوښې وادۀ اراده لرونکې زنانه او سړے په لاره کښې په ډزو وژل شويدي.
دميډيا رپورټ ترمخه پوليسو وئيلي چې دغه افسوسناکه پېښه دميهړ خواؤشا علاقې تهرړي محبت سره نزدې منګي جابهان کښې شوې ده چرته چې جانوري اؤ دسولنګي ورورولۍ ترمينځ درشتې په تنازعه ډزې شويدي
دپوليسو ترمخه دډزو په سبب سپنا جانوري او خالد سولنګي په موقعه مړه شويدي، پېشه کښې معشوق سولنګي نومې تن ژوبل شوے دے. ژوبل اؤ مړي تعلقه هسپتال ميهړ ته وړل شويدي.
ذريعو وئيلي چې خالد سولنګي سپنا جانوري څلور ورځې وړاندې تښتولې وه او ورسره ئې نکاح کړې وه، دواړه دنکاح دتصديق لپاره عدالت ته روان ؤ چې مخالفينو پرې په لاره کښې ډزې وکړې.
بلخوا دپوليسو وينا ده چې دپنجاب صوبائي دارالحکومت لاهور علاقې نشتر کالونۍ کښې ٢١ کلنه اقراء نومې زنانه دهغې خاوند په ډزو سره وژلې ده.
پوليسو وئيلي اعجاز نومې شخص څه موده وړاندې داقراء سره دويم وادۀ کړے ؤ
What's Your Reaction?






