هند ته په شکست ورکولو سره پاکستان دانډر-نائن ټين ايشيا کپ ټائټل پخپل نوم کړو

Dec 22, 2025 - 21:56
 0  2
هند ته په شکست ورکولو سره پاکستان دانډر-نائن ټين ايشيا کپ ټائټل پخپل نوم کړو

 پاكستان خپل روايتي حريف هند ته په فائنل مېچ كښې 191 رنز سره ماتې وركولو سره د انډر 19 اېشيا كپ ټائټل پخپل نوم کړے دے

 پاكستان وړومبي بېټڼګ كولو سره د 8 وكټونو په زيان 347 رنز جوړ كړي۔ هندي  ټيم  د هدف په تعاقب كښې په 156 رنز اؤټ شوې ده۔ علي رضا څلور لوبغاړي اؤټ كړي دي

  سمير منهاس د 172 رنز په كولو د مېچ او ټورنامنټ تر ټولو غوره لوبغاړے وګرځولے شو۔ دې   کاميابۍ سره پاكستان انډر 19 په دويم ځل اېشيا كپ ټائل په خپل نوم كړو۔

 د اتوار په ورځ هند انډر 19 ټاس ګټلو سره د فيلډنګ پرېكړه وكړه كومه چې ګرانه ثابت شوه۔ پاكستان انډر 19 اول بېټڼګ كولو سره په ټاكلې 50 اوورونو كښې د 8 وكټونو په زيان 347 رنز سكور كړل۔ اوپنر سمير منهاس د 9 چكو او 17 چوكو په مرسته 172 رنز جوړ كړل۔

 دا په دې ټورنامنټ كښې دده دويمه سنچري وه ٬ دې څخه وړاندې د ملائيشيا په ضد 177 رنز جوړ كړې وو۔ په نورو لوبغاړو كښې احمد حسېن 56 او عثمان خان 35 رنز جوړ كړل۔

د هند له لوري  ديپيش ديوندرن 3 وكټونه ترلاسه كړل۔ د 348 رنز لوې هدف په ځواب كښې هند انډر 19 ټوله لوبډله په 26.2 اوورز كښې په 156 رنز اؤټ شوه۔ د پاكستان لخوا علي رضا 4 لوبغاړي او صيام، عبدالسبحان او حذيفه احسن دوه دوه وكټونه ترلاسه كړل۔

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي