خېبرپښتونخوا، دامنيتي ځواکونو دوه کارروايۍ، 9 ترهه ګر ووژل شول.

Dec 21, 2025 - 21:10
 0  3
خېبرپښتونخوا، دامنيتي ځواکونو دوه کارروايۍ، 9 ترهه ګر ووژل شول.

 پينډۍ( وحدت خبر)  سيکورټي فورسز په خېبرپښتونخوا کښې دبهارتي پراکسي فتنة الخوارجو خلاف دوه مختلفو کارروائيو کښې نهه خوارج وژلي دي، دپاک فوج دعامه اړيکو څانګې( ائي ايس پي ار) ترمخه  په ١٩م دسمبر خېبرپښتونخوا کښې دغه دواړه کارروايۍ شويدي. بيان کښې وئيل شويدي چې  دخوارجو دموجودګۍ په اطلاع په ډيره اسماعيل خان کښې انټلي جنس بيسډ اپريشن شوے، په دې دوران سيکورټي فورسز دترهه ګرو ځالې په موثره انداز کښې په وخښه کړي دي چې پکښې  څلور خوارج وژل شويدي. دائي ايس پي ار ترمخه  په خفيه اطلاع بنو کښې شوې کارروايۍ کښې  پينځه نور خوارج هم وژل شويدي.  دوژل شوو ترهه ګرو نه ګوله بارود اؤ وسله هم ترلاسه شوې ده. وژل شوي ترهه ګر په سيکورټي فورسز، قانون نافذونکو ادارو  دهشت ګردۍ اؤ دمعصومو وګړو ټارګټ کلنګ کښې ککړ وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي