ډي ائي خان حمله، دشهيد شوو اهلکارو شمير٧ؤ ته ورسيدو
) په ډيره اسماعيل خان رته کلاچۍ پوليس ټريننګ سنټر شوې خودکش حمله کښې دشهيد شوو اهلکارو شمير اوو ته رسيدلے دے، حمله کښې ١٣ اهلکار ژوبل شوي دي، ذريعو وئيلي دي چې په دې حمله کښې شپږ ترهه ګر هم هلاک شويدي، په حمله کښې دجومات يو امام هم شهيد شوے دے.
بلخوا دشهيد شوو اهلکارو دجنازې لمونځ پوليس لائنز ډيره اسماعيل خان کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے چې پکښې وزيراعلى، چيف سيکرټري، انسپکټر جنرل اف پوليس، جنرل افيسر کمانډنګ ، اسټيشن کماندر ډيره، ريجنپل پوليس افسر اؤ نورو په ګڼ شمير کښې ګډون کړے دے.
په ډيره اسماعيل خان کښې تيره شپه دترهه ګرو لخوا شوې حمله کښې وسله والو دنادرا دفتر مکمل تباه کړے دے، دذريعو ويناده چې دحملې په دوران دنادرا ګاډي سوزول شوي دي،سرچينو وئيلي دي چې دوينونو سوزول کيدو په وجه داولسي وګړو اهم سهولتونه سخت متاثره شويدي. ترهه ګرو تيره شپه دپوليسو په ټريننګ سنټر حمله کړې وه چې په دې دوران ئې نزدې دنادرا دفتر هم تباه کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0