مطلوب مجرم ادم خان ددوو نورو ملګرو سره دپېښور او پينډۍ پوليس په مشترکه کارروايۍ کښې ووژل شو

Oct 8, 2025 - 23:12
 0  2
مطلوب  مجرم ادم خان ددوو نورو ملګرو سره دپېښور او پينډۍ پوليس په مشترکه کارروايۍ کښې ووژل شو

پېښور(  پ ر،ميډيا رپورټ)  په پېښور کښې   دبهته خورو اؤ قبضه مافيا راج ختم شوے دے، دغه خبره  دپېښور پوليسو په يو بيان کښې کړې ده، دجاري شوي بيان ترمخه  پوليس مقابله کښې  خطرناک ملزم ادم خان وژل شوے دے،  دبيان ترمخه  پوليسو سره شوې مقابله کښې  دادم خان دوه نور ملګري هم وژل شويدي، بيان کښې وئيل شويدي چې  ادم خان په قتل، اقدام قتل، بهته خورۍ، قبضه مافيا اؤ دترهه ګرۍ په ١٣ؤ سنګينو مقدمو کښې پوليس ته مـطلوب ؤ.. دپېښورپوليس ترجمان ترمخه ملزم په سوشل ميډيا پوليس چارواکو ته سرعام چيلنج ورکولو اؤ داوږدې مودې راهسې قانون نافذونکو ادارو ته مطلوب ؤ. دپوليسو خصوصي ټيم په کوهستان کالونۍ کښې ددريوو ګينټو دکارروايۍ په دوران ملزم ادم او دهغه ملګرو سره مقابله کړې ده چې پکښې دريواړه وژل شويدي، بلخوا دميډيا رپورټ ترمخه  دا کارروائي  دراولپينډۍ  دواه تاڼې اؤ پېښور پوليسو په مشترکه توګه  کړې ده چې پکښې درې ملزمان وژل شوي اؤ يو په ژوبل حالت کښې نيول شوے هم دے. دپوليسو وينا ده چې په وژل شوو کښې يو انتهائي مطلوب افغان ډاکو هم شامل دے، ملزمان په ډاکې، دتاوان لپاره اغوا او  دقبضې په مقدمو کښې مطلوب وو. دپوليس ذريعو وينا ده چې يو ملزم افغاني وګړے ؤ چې پاکستاني شناختي کارډ ئې جوړ کړے ؤ، په ملزمانو دترهه ګرۍ ددفعو لاندې هم مقدمې درج دي. دملزمانو سره  جديده وسله وه اؤ هغوي به دوارداتونو نه پس پټيدل. ذريعو وئيلي دوژل شوو کسانو تعلق دادم خان افغاني ډلې سره ؤ. دپېښور پوليسو وينا ده چې ملزم ادم په پشتخره کښې  دانجن ائيل په ګودام ډزې کړې وې اؤ ددې ويډيو ئې هم وائرل کړې وه.

پوليس مقابله کښې وژل شوے ادم خان څوک ؤ؟

  د "آدمے" په نوم مشهور ملک آدم خان اصلي ټاټوبے که څه هم د مومندو سيمه وه( اګرچې دپوليسو دعوه ده چې هغه افغان وګړے ؤ اؤ په جعلي طريقه ئې پاکستاني شناختي کارډ جوړ کړے ؤ،) خو هغه په پېښور کښې اوسېدو۔د پوليسو د چارواکو په وينا، آدم خان د افغانستان اوسېدونکي و چې د جعلي اسنادو په مرسته يې د پاکستان قومي  شناختي کارډ  ترلاسه کړے ؤ۔ 34 کلن آدم خان شخصي دښمنۍ هم لرلې، له همدې امله هغه تل له ځان سره وسله‌وال ساتونکي ګرځول۔   پوليسو سره په نښته کښې وژل شوي آدم خان باندې تور و، چې له پانګه‌والو او کاروباري کسانو څخه ئې بهته اخيسته، او د زمکو د غصب په بېلابېلو  کيسونو کښې هم مطلوب و۔ د پېښور پوليس وائي، څو ورځې مخکې آدم خان د خپل مخالف نه د بدل اخيستو لپاره په پېښور کښې د يوې موبل آئل فابريکې ته اور ورته کړو، چې ويډيو ئې پخپله په ټولنيزو رسنيو خپره کړې وه۔ آدم خان چې د "ادمے" په نوم مشهور و، د نورو ښارونو له مجرمانو سره ئې هم اړيکې جوړې کړې وې څو خپله ډله پياوړې کړي۔ د دې له کبله د ښار سوداګرو ته وېره پيدا شوې وه۔ ادم خان يو مشهور ټک ټاکر هم و، چې له دوه لکه درې اتيا زره (۲۸۳,۰۰۰) زيات فالوورز ئې لرل۔ ملزم به د وسلو د نندارې او ډزو ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو شريکولې، او د خپلو دښمنانو ته د ګواښ رسولو لپاره به يې ټک ټاک کاراوه۔ آدم خان به د وسلې په خورولو عامو خلقو او حتي د پوليس افسرانو ته هم چلينج ورکولو. د ملک آدم خان يوه مبينه آډيو هم خپره شوې ده۔ د پوليسو سره په نښته کښې وژل شوي مطلوب آدم خان له مرګ څخه پنځه ورځې وړاندې په خپل ټولنيز حساب يوه آډيو خپره کړې وه۔ په دې مبينه آډيو کښې هغه   دعوه کړې چې د ده د وژلو لپاره دښمنانو پوليس افسرانو ته پيسې ورکړي دي۔ ده ويلي وو: "د پېښور پوليس افسران زما په اړه پلټنه کوي، ما ته خبر راکړل شوي چې زه به زيانمن کړے شم۔"

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي