فوجي اپريشنو دقبائيلي ضلعو هر څه تباه کړيدي، سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې صوبائي حکومت دزنانه ؤ تعليم ته خصوصي پاملرنه کوي،وزيراعلى دايبت اباد يونيورسټي اف سائنس اينډ ټيکنالوجۍ کانووکيشن ته وينا کړې ده، سهيل افريدي وئيلي دي چې نن په ايبت اباد يونيورسټۍ کښې زده کوونکو ته مخاطب کيدل زما لپاره داعزاز خبره ده، فارغ التحصيل زده کوونکو ته مبارکي پيش کووم، تعليم دمعاشرې اؤ په ځانګړې توګه دزنانه ؤ لپاره ډير ضروري دے، هم تعليم يافته ميندې دتعليم يافته ټولنې ضامنې دي. وزيراعلى وئيلي دي چې په سرکاري کالجونو کښې مو دانټرميډيټ ليول پورې دجينکو زده کوونکو او يتيمانو ماشومانو تعليم مفت کړے دے. پرائمري ايجوکيشن بنياد دے، کۀ بنياد مضبوط وي نو عمارت به هم مضبوط وي، هم په دې وجه پرائمري تعليم ته پام ګرځول شوے دےو په خاضي کښې خېبرپښتونخوا نظرانداز کړے شوې ده، د پي ټي ائي حکومت په ديارلسو کلونو کښې چې کومه سرمايه کاري کړې هغه په تيرو ٦٥ؤ کلونو کښې نۀ ده شوې. وزيراعلى وئيلي دي چې په ضم شوو ضلعو کښې چې صوبائي حکومت په اوو کلونو کښې کوم اقدامات کړيدي، وفاق په ٦٥ کلونو کښې هم نۀ دي کړي، په پخوانۍ فاټا کښې دعوامي نمائندګانو هيڅ موثره کردار نۀ ؤ، هغوي به دفارم ٤٧ واله ؤ پشان وو، د٢٠٠٤م نه ٢٠١٨م پورې فوجي اپريشنو دقبائيلي ضلعو هر څه تباه کړيدي. وزيراعلى وئيلي دي چې دپخوانۍ فاټا دانضمام په وخت شوې وعدې پوره کولے نۀ شي، په بندو کوټو کښې فيصله وشوه چې دعمران خان منتخب حکومت رانسکورول اؤ په خېبرپښتونخوا دوباره دهشت ګردي مسلط کول دي، دتيراه عوام په زوره بې کوره کولے شي، مونږ تعليم ورکول غوښتل خو دا حق رانه بيا تروړل کيږي. مونږ دصحت نظام تر يو حده ښه کړے ؤ، اوس دا دوباره تباه کولے شي، په پخواني اپريشن کښې دکور تباه کيدو په صورت کښې وفاقي حکومت صرف دڅلور لکه روپو وعده کړې، په دومره پېسو ددې حکمرانانو قالين اؤ سينډل نۀ راځي.،شرمناکه خبره دا ده چې هاغه څلور لکه روپۍ هم متاثرينو ته نۀ دي ادا کړے شوي، دصوبې اووۀ نيم سوه اربه روپۍ دوفاق په ذمه دي، ائي ايم ايف ددې کرپټ حکمرانانو د٥٣٠٠ اربو روپو دکرپشن رپورټ ورکړے دے. دعمران خان په دور کښې جي ډي پي ګروتهـ 6٫1 فيصد ؤ چې اوس 2٫7 اؤ2٫8 فيصده ترمينځ ګرځي. وفاقي حکومت پريس ريليز جاري کړو چې دتيراه متاثرين پخپلې مرضۍ سره کډې کوي، وړومبے دټول قوم مخې ته وفاق اپريشن په نيشنل اسمبلۍ اؤ پريس کانفرنسونو کشې اون کړو، خو اوس منکر شول اؤ وائي چې خلق پخپله کورونه پريږدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0