فوج دسياسي ګوندونو سره په خبرو کښې دلچسپي نۀ لري،ډي جي ائي ايس پي ار
دپاک فوج ترجمان ليفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري دپاکستان تحريک انصاف دباني عمران خان سره درابطو ترديد کړے دے اؤ وئيلي ئې دې چې فوج دسياسي ګوندونو سره په خبرو کښې دلچسپي نۀ لري،
ډي جي ائي ايس پي ار وئيلي دي چې دا دسياستدانانو کار دے چې هغوي پخپل مينځ کښې خبرې اترې وکړي، دۀ دفوج په سياست کښې دنۀ ککړولو اپيل کړے اؤ وئيلي ئې دي چې مونږ درياست سره خبره کو. دۀ ووئيل چې دپاکستان رياست دائين پاکستان لاندې دسياسي جماعتونو نه په شريکه جوړ دے، کوم حکومت چې هم وي، هغه دوخت رياست وي
دپاکستان فوجونه ددې رياست لاندې کار کوي. دۀ ووئيل چې ځينې عناصر دفوج دمتنازعه کولو کوشش کوي، زۀ به ددوي په سياسي مقاصدو تبصره نۀ کوم، خپل سياست دځان پورې وساتئ، وسله وال فوجونه ددې نه لرې وساتئ، دسياسي مقاصدو لپاره دفوج خلاف افواه ګانې خورولے شي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0