لکي مروت، دبمي چاؤدنې له امله دڅلورو پوليسو اهلکارو پشمول ١٢ ژوبل
لکي مروت( وحدت خبر) سبزي منډۍ سرائے نورنګ سره نزدې دپوليسو په ګاډي دائي اي ډي چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې دڅلور پوليس اهلکارو پشمول په مجموعي توګه ١٢ کسان ژوبل شويدي، ژوبل شوو کښې درې ماشومان هم شامل دي چې په نزدې علاقه کښې موجود وو، دابتدائي تحقيقاتو ترمخه چاؤديدونکي مواد په يو موټرسائيکل کشې نصب کړے شوي وو چې دلرې نه په نخښه کړے شوے دے. ټول ژوبل شوي کسان دنورنګ هسپتال ته منتقل کړے شوي دي چرته چې هغوي ته طبي امداد فراهم کړے شوے دے، دځينو زخميانو حالت تشويشناک ښودلے شي. پوليسو علاقه پخپله ولقه کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0