په جي ايچ کيو دحملې کيس:دعمر ايوب، زرتاج ګل اؤ مراد سعيد پشمول دپي ټي ائي 47ؤ مشرانو ته دلسو،لسو کلونو دقيد سزا

Mar 8, 2026 - 02:18
 0  3
په جي ايچ کيو دحملې کيس:دعمر ايوب، زرتاج ګل  اؤ مراد سعيد پشمول  دپي ټي ائي 47ؤ مشرانو ته دلسو،لسو کلونو دقيد سزا

پينډۍ(  وحدت خبر) د د ترهګرۍ د مخنيوي عدالت د 9 مې د جي ايچ کيو د حملې په کيس کښې لويه فيصله وکړه۔ عدالت 47 اشتهاري کسانو ته 10، 10 کاله بند او 5، 5 لک روپيو جُرمانې سزا اورولې ده. عدالت دا هم ويلي چې د ملزمانو منقوله او غيرمنقوله   جائيداد دې   ضبط  کړے شي۔ دا  فيصله  د  د  ترهګرۍ دمخنيوي  عدالت جج امجد علي شاه اورولې ده. په سزا شوي کسانو کښې عمر ايوب خان، زرتاج ګل، مراد سعيد، شبلي فراز، احمد اظهر، شهباز ګل، ذلفي بخاري، محمد احمد چټه، رائے حسن نواز، رائے محمد مرتضي، شوکت علي  ، عثمان سعيد بسره، اعجاز خان جازي، کنول شوزب، حماد اظهر او شيخ راشد شفيق شامل دي۔ عدالت ويلي چې ټول 47 ملزمان اشتهاري ګڼل شوي او د قانون  مطابق ورته 10 کاله بند او 5 لک روپۍ جُرمانه ورکړل شوه۔ په  فيصله کښې ويل شوي چې که جُرمانه ورنکړل شي، نو ملزمان به د بند نورو کلونو سزا هم وزغمي او د هغوي شتمنۍ به ضبط شي۔  عدالت په  فيصله کښې ويلي چې سزا شوي کسان د 9 مې د پېښو د سازش برخه وو۔ د جے ائي ټي  راپور مطابق، دوي د تشدد احتجاجونو پلان جوړولو کښې شامل وو او د 9 مې پېښو په تنظيمولو کښې ئې  مرکزي رول لرلو.  د  فيصلې مطابق، سزا شوي کسان د جي ايچ کيو دروازه، حمزه کيمپ، آرمي ميوزيم او سکست روډ ميټرو سټېشن باندې   حملو کښې ککړ دي او پۀ هغې د اور لګولو،  ماتې ګوډې کولو، پۀ پوليسو  حملو او سرکاري شتمنيو ته زيان رسولو الزامات  پرې هم لګول شوي دي۔ عدالت ويلي چې په دې کيس کښې د پي ټي آئي باني او شاه محمود قريشي په ګډون ټول 118 کسان تورن وو۔ دا تورونه د دسمبر 2024 کښې لګول شوي وو۔ تر دې دمه د استغاثې 44 شاهدانو بيانونه  قلمبند شوي دي۔ د 118 کسانو له ډلې، 18 ملزمان د ټرائل پۀ وخت   له عدالت نه مسلسل غائب وو، او 29 ملزمان له مقدمې د  ددرج کيدو وروسته هېڅکله عدالت ته حاضر نه شول۔ عدالت د  ترهګرۍ دمخنيوي  د قانون د سېکشن 21L له مخې د 47 اشتهاري کسانو جلا ټرائل وکړو۔ پرېکړه کښې ويل شوي چې پراسيکيوشن سږ کال د 6 جنورۍ د سېکشن 19/10 مطابق د اشتهاري کسانو خلاف د کارروايۍ درخواست وړاندې کړو، چې عدالت پرې انکوايري جوړه کړه۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي