وزيراعلى په ٣٤٧ زده کوونکو دشپږ کروړه اؤ ٤٠ لکه روپو دماليت سکالر شپونه تقسيم کړل
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي په مختلفو جامعاتو کښې زير تعليم انډرګريجويټ اؤ ګريجويټ ٣٤٧ زده کوونکو باندې دشپږ کروړه اؤ ٤٠ لکه روپو دماليت سکالر شپونه تقسيم کړيدي، دګل په ورځ وزيراعلى هاؤس کښې داعلى تعليم دمحکمې لخوا دسکالر شپونو تقسيمولو دستورې ته په وينا کښې وزيراعلى دايجوکيشن فاؤنډيشن لاره د٣٠٠ ملينو روپو اضافي فنډز فراهم کولو اعلان هم کړے دے چې پکښې به ٢٠٠ ملينه روپۍ دبندوبستي ضلعو اؤ ١٠٠ ملينه روپۍ دضم شوو ضلعو لپاره مختص وي، وزيراعلى دستورې ته په وينا کښې ووئيل چې دسکالر شپونو فراهمۍ سره دصوبې متوسط اؤ کمزورې طبقې ته يو شان اؤ بهتر ې تعليمى موقعې فراهم کوو، زمونږ کوشش دے چې کوم ذهين طالب علم صرف دمالي مسائيلو په وجه خپل تعليم نيمګړے پرې نه ږدي، دخېبرپښتونخوا طالب علمان باصلاحيته دي، دوي ته صرف دموقعو اؤ مناسبو سهولتونو ورکولو ضرورت دے، زده کوونکي دپاکستان مستقبل دے، سبا هغوي ته دملک اؤ صوبې واګې سمبالول دي، زمونږ حکومت دقائدعمران خان دويژن مطابق پخپلو ځوانانو سرمايه کاري کوي، معياري تعليم اؤ د دصحت دبهترو سهولتونو فراهمي زمونږ اولنۍ ترجيح ده، دصوبې تعليمي نظام کښې مارکيټ سره هم اهنګ مضامين متعارف کولے شي چې دغه شان زمونږ زده کوونکي په قومي اؤ بين الاقوامي کچه مقابله وکړے شي، زمونږ کوشش دے چې زده کوونکي دفارغ التحصيل کيدو سره سم نۀ صرف نوکري ترلاسه کړي بلکې دروزګار کولو قابل هم شي، وزيراعلى پخپله وينا کښې وو ئييل چې زده کوونکو لپاره انټرن شپ پروګرام شروع کوو چې دغه شان هغوي بې روزګاره کښينني، زمونږ ټولې پاليسۍ به داولس دخيرښيګړې لپاره وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0