پاکستان اؤ افغانستان په دوحه کښې دجنګ بندۍ معاهده وکړه
پاکستان او افغانستان و پرېکړه وکړه چې يو فوري اوربند وکړي. دا اوربند د دې لپاره و چې د دواړو هېوادونو تر منځ جګړه نوره پراخه نه شي، ځکه د تېرې اونۍ نښتو د لسګونو کسانو ژوند اخيستي او سلګونه نور يې ژوبل کړي وو.
پاکستان وايي د جګړې اصلي لامل دا دي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د هغو وسلوالو ډلو پناهځايونه نه بندوي چې د پاکستان دننه بريدونه کوي.
خو طالبان دا تورونه ردوي او وايي چې پاکستان په خپله هڅه کوي د افغانستان ثبات خراب کړي.
د دوحې په خبرو کښې قطر او ترکيه منځګړيتوب وکړ، او دواړه هېوادونه يې قانع کړل چې د جګړې پر ځاي د خبرو لار خپله کړي.
د دې شخړې اغېزه د سپورټ، سوداګرۍ او خلکو تګ راتګ باندې هم شوى دى. افغانستان د پاکستان د کرکټ له سياليو ځان وايست، او دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې يو ځل بيا ترينګلې شوې.
دا اوربند د سيمې لپاره يو مهم ګام دي، ځکه که دا جګړه دوام وکړي، نو دواړه هېوادونه به د اوږدې بېثباتۍ ښکار شي.
طالبان غواړي وښائي چې د يوه مسؤول حکومت په توګه کولي شي د ګاونډيو سره د سولې اړيکې وساتي.
پاکستان بيا غواړي د هغو وسلوالو فعاليتونه بند کړي چې د ده د امنيت لپاره ګواښ دي.
خو تر څو پورې چې د اعتماد فضا نه وي رامنځته شوې، د دا ډول اوربندونو پايداره پاتې کېدل به سخت وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0