غزه، دجنګ بندۍ نه پس اسرائيلي حملو کښې ٢٨ فلسطينيان شهيدان
دغزه سټي علاقې زيتون کښې په يو ګاډي داسرائيلو په حملې کښې ديوې کورنۍ يوولس کسان شهيدان شويدي، اسرائيلو دعوه کړې ده چې دې ګاډي تش په نوم يلو لائن سر کولو، کوم چې داسرائيلي فوجي کنټرول والا علاقه څرګندوي. قطري نشرياتي ادارې الجزيره وئيلي دجنګ بندۍ دنفاذ نه پس اسرائيلو اتۀ ويشت کسان شهيدان کړيدي، حماس دامريکې اؤ ثالثانو نه غوښتنه کړې ده چې په اسرائيلو دباؤ واچوي چې هغوي دجنګ بندۍ دمعاهدې احترام وکړي اؤ حملې بندې کړي. دغزه فلسطينيان اوس هم دخوراک اؤ اوبو لپاره ډير پريشانه دي. اکتوبر ٢٠٢٣م نه داسرائيلو لخوا په غزه مسلط کړے شوي جنګ کښې ٦٧ زره ٩٦٧ فلسطينيان شهيدان اؤ يو لک ٧٠ زره ١٧٩ نور ژوبل شويدي. اخوا داسرائيلو دوزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دفتر وئيلي دي چې حماس ته دجنګ بندۍ په معاهده عمل کول پکار دي اؤ هغوي ته داتلسو مقتولو قيديانو نور لاشونه هم واپس کول پکار دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0