شمالي وزيرستان اؤ لکي مروت کښې دکمانډر پشمول 18 خوارج هلاک،6 پوځيان شهيدان،13 ژوبل

Oct 17, 2025 - 22:24
 0  1
شمالي وزيرستان اؤ لکي مروت کښې  دکمانډر پشمول 18  خوارج هلاک،6 پوځيان شهيدان،13 ژوبل

په قبائيلي ضلع شمالي وزيرستان اؤ لکي مروت کښې  دکمانډر پشمول ١٨  خوارج هلاک کړے شويدي، دسرچينو وينا ده چې  ميرعلي کښې  سيکورټي فورسز په کيمپ دخوارجو حمله ناکامه کړې ده چې پکښې څلور خوارج وژل شويدي  اؤ ددې نه علاوه دشمالي وزيرستان په  دته  خيل کښې هم ٦ ترهه هلاک شويدي،شمالي وزيرستان کښې په خدي کښې دامنيتي ځواکونو په قلعه  خودکش حمله اؤ ډزو کښې  نائيک سب کلرک بلال، حوالدار نجيب، سپاهي عزيز، سپاهي علي رحمان، سپاهي حسين اؤ سويلين نائي کريم پحق رسيدلي دي. په دې حمله کښې ١٣ اهلکار ژوبل شوي هم دي.

 داطلاعاتو ترمخه دا حمله دحافظ ګل بهادر ګروپ سره منسلک جيش الفرسان ډلې ترسره کړې ده. په حمله کښې خواؤشا دولسو حمله کوونکو برخه اخستې ده چې پکښې  دڅلورو نه پينځوو پورې هلاک کړے شويدي. امنيتي ځواکونو  دشمالي وزيرستان په ټنګ کلي( دته خيل) کښې انټلي جنس بيسډ اپريشن هم کړے دے چې پکښې دکماندر پشمول شپږ خوارج وژل شويدي. دسيکورټي ذريعو وينا ده چې وژل شوو ترهه ګرو کښې دفتنة الخوارجو کمانډر محبوب عرف محمد هم  شامل دے.اخوا  په باجوړ کښې  دسلګونو کلو بارودي موادو نه ډک ګاډے نيول شوے دے. دسيکورټي ذريعو ترمخه دفتنة الخوارجو ګاډے  په باجوړ کښې سول ابادۍ ته بوتلل شوے ؤ چې هلته به ورته چاؤدنه ورکړے کيده ، خو امنيتي ځواکونو دغه ګاډے تباه کړے دے.بل طرف ته دلکي مروت علاقې سلطان خيل کښې سيکورټي فورسز کاميابه کارروائي کړې ده اؤ اتۀ خوارج ئې وژلي دي. دسيکورټي ذريعو وينا ه چې په علاقه کښې دافغان طالبانو دپراکسي خوارجو  دموجودګۍ په اطلاع کارروائي شوې ده، فورسز سلطان خيل اؤ طوفان والا علاقو کښې فضائي اؤ زمکنۍ نګراني شروع کړې ده. اپريشن کښې دترهه ګرو دقبضې نه په دروند مقدار کښې وسله اؤ بارود هم لاسته راوړي دي. تيرو څلورو ورځو کښې دافغان طالبانو راليږلے شوي يو سل دوه خوارج وژل شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي