کوهاټ څخه په 7 ورځو کې د افغان کډوالو اېستلو خبر ناسم دی: د ډپټي کمېشنر سپناوی
کوهاټ ( نعمت الله خان ) د کوهاټ ډپټي کمېشنررحيم الله مسيد هغه خبر ناسم وباله چې په ټولنيزو رسنيو خپور شوی و ګواکې افغان کډوالو به په اوو ورځو موده کې له کوهاټ ولسوالۍ څخه د بېرته ژر خپل هېواد ته ستانه شي ګڼې پرضد به يې اقدام وشي.
نوموړي د يوه وېډيويي پيغام له لارې سپيناوی کړی چې، په کوهاټ کې د کډوالو يوازې پنډغالي (کېمپونه) د داخله وزارت په امر ناقانونه اعلان شوي او په امر کې ورته ويل شوي په دغه پنډغالي غاليو کې ټول د کډوالو اړوند تاسيسات به په خپله ولکه کې واخلي.
ده زياته کړه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترينګلتيا له کبله پولې تړل شوي دي چې د افغان کډوالو بېرته تګ بهير ځنډول شوی د پولې پرانېستلو وروسته به د افغان کډوالو بېرته ستنولو لړۍ پيل شي.
کمېشنر کوهاټ ځايي خبريالانو ته په خبرو کې ويلي، د خيبر پښتونخوا حکومت پاليسي له مخې ټول افغان کډوال به په درناوي سره بېرته لېږلی شي او دوی به افغان کډوال ته د بېرته ستنولو مهال ټولې اسانتیاوې ورکوي.
What's Your Reaction?
Like
1
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0