دهند سره به دکشمير په مسئله، اوبو اؤ دهشت ګردۍ خبره کيږي،ددفاع وزير
ددفاع وزير خواجه اصف وئيلي دي چې دامريکائي صدر لخوا دکشمير په مسئله خبره کول لوئې پرمختګ دے اؤ دهند سره کۀ مذاکرات وشول نو دکشمير په مسئله، اوبو اؤ دهشت ګردۍ به خبره کيږي.
خواجه اصف دنجي ټي وي صحافي سره غيررسمي خبرو کښې وئيلي دي چې ډونلډ ټرمپ وئيلي دي چې دکشمير په معامله خبره کيدل پکار دي،د امريکائي صدر دکشمير په مسئلې خبرې کول يو بل پرمختګ دے.
دۀ ووئيل چې دکشمير مسئلې حل کولو لپاره دواړو ملکونو سره زرينه موقعه ده.
خواجه اصف ووئيل چې ددواړو ملکونو ترمينځ دزياترو تنازعو جرړه دکشمير مسئله ده اؤ ددواړو ملکونو ترمينځ تقريباً ټول جنګونه دکشمير په مسئله شويدي، اوسنے جنګ هم ددې په وجه ؤ.
دبهارتي جارحيت خلۀ ماتے جواب ددفاع وزير دپاکستان د٧٧ کلونو ترټولو لويه کاميابي ګرځولې ده.
دۀ ووئيل ظلم دا دے چې ددهشت ګردۍ په ښکار ملک حمله وکړے شي، پاکستان دترهه ګرۍ ترټولو لوئې ښکار دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0