ګورنر نوي ټاكلے شوي وزيراعلٰي محمد سهيل افريدي نه دوزيراعلى په حېث سوګند واخستو

Oct 15, 2025 - 23:26
 0  1
ګورنر نوي ټاكلے شوي وزيراعلٰي محمد سهيل افريدي  نه دوزيراعلى په حېث سوګند واخستو

 دخېبرپښتونخوا دارالحکومت پېښورپۀ  ګورنر هاؤس كښې د شورو په ورځ د خېبرپښتونخوا نوي ټاكلے شوي وزيراعلٰي محمد سهيل افريدي د سوګند پورته كولو دستوره   ترسره شوې ده.

د پيښور ګورنر هاؤس وياند ترمخه  محمد سهيل آفريدي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي په توګه د خپلې چوكۍ سوګند پورته كړو.

د خېبرپښتونخوا ګورنر فيصل كريم كنډي محمد سهيل آفريدي نه د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي په حېث سوګند واخستو.

ګورنر فيصل كريم كنډي د خېبرپښتونخوا وزيراعلٰي محمد سهيل آفريدي ته په نوو ذمه وارو سنبهالولو مباركي وركړه او د نيكو هيلو څرګندونه ئې وكړه۔

د سوګند پورته كولو په دستوره كښې د صوبائي اسمبلۍ سپيكر٬صوبائي اسمبلۍ ډپټي سپيكر٬غړو٬ د سينيټ ٬ د قومي او صوبائي اسمبلۍ٬چيف سېكرټري خېبرپښتونخوا شهاب علي شاه٬د پوليس ائي جي ذوالفقار حميد٬د پېښور كمشنر پشمول د صوبائي محكمو انتظامې مشرانو او اړوند چارواكو ګډون وكړو

بلخوا  دخېبرپښتونخوا  نوي منتخب  وزيراعلى سهيل افريدي  دپاکستان تحريک انصاف باني اؤ پخواني وزيراعظم عمران خان سره  په اډياله جيل کښې دملاقات کولو فيصله کړې ده

 ددې ملاقات  دانتظاماتو لپاره   صوبائي حکومت وفاقي اؤ دپنجاب حکومتونو ته مراسله ليږلې ده. عمران خان هم نن په ١٦م اکتوبر عمران خان سره  ليدنې لپاره اډياله جيل ته دتللو فيصله کړې ده.

دې لړ کښې دخېبرپښتونخوا داخله محکمې وفاقي سيکرټري داخله اؤ سيکرټري داخله پنجاب ته مراسله ليږلې ده چې پکښې  وئيل شويدي چې دوزيراعلى سهيل افريدي دپي ټي ائي چئيرمين سره دملاقات کولو لپاره دې ضروري انتظامات وکړے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي