پاکستان له 200و زيات طالبان او ترهه ګر وژلي،23 پاکستاني پوځيان هم شهيدان شوي،ائي ايس پي ار
په پاک-افغان پوله د افغانستان له لوري دپارونکې حملې په ځواب کښې، د پاکستان پوځ په پوره طاقت سره جواب ورکړے او له 200 څخه زيات طالب او اړوند ترهګر يې ووژل او ګڼ نور يې ټپيان کړل، په داسې حال کښې چې د پاکستان 23 زړور سرتېري هم شهيدان شول.
د پاک پوځ د عامه اړيکو څانګې (آي اېس پي آر) په خپره شوې اعلاميه کښې ويلي چې د افغان طالبانو او «فتنه الخوارج» ډلې په شپه کښې د پاک-افغان سرحد په پارونکې پر پاکستان بريدونه ترسره کړل؛ د ډزو او چاپو هدف دا و چې سرحدي سيمې بېثباتې کړي.
د پاک پوځ وياند ويلي په ځوابي عملياتو کښې د طالبانو ځواکونو او خوارجو ته درنه مرګژوبلې اوښتې ده.
اعلاميه کښې ويل شوي چې په ځوابي بريدونو کې، د ډزو او حملو ترڅنګ د طالبانو د کيمپونو، پوستو او روزنيزو مرکزونو پر ضد هم چاپې ووهل شوې، او د ملکي تلفاتو د مخنيوي او د خلکو د ژغورنې لپاره ټول ممکن ګامونه اخيستل شوي.
آي اېس پي آر ويلي چې په ځوابي عملياتو کښې د سرحد په غاړه د طالبانو ګڼ شمېر پټن ځايونه تباه کړل شول، او د عملياتو پر مهال د افغان پولې پر 21 پوستو قبضه هم ونيول شوه.
د پاک پوځ وياند ويلي چې هغه ګڼ شمېر روزنيز کمپونه چې د پاکستان پر ضد حملو کښې يې لاس درلود، بېکاره کړل شول؛ په نښتو کښې د پاکستان 23 زړور سرتېري شهيدان شول او 29 پوځيان ټپي شول.
آي اېس پي آر ويلي چې په عملياتو کښې له 200 څخه زيات طالبان او اړوند ترهګر وژل شوي او ګڼ نور ټپيان شوي؛ د طالبانو پوستې، کمپونه، هيډکوارټرز او د ترهګرۍ بنسټيز جوړښتونه هم تباه کړل شول.
اعلاميه کښې ويل شوي چې وسلهوال ځواکونه د پاکستان د خلکو د حيات، شتمنيو او سيميزې بشپړتيا د ساتنې لپاره تل چمتو دي، او د هېواد د سيمهييزې بشپړتيا د دفاع او د امنيت پر وړاندې د خطر جوړونکو د ماتولو عزم يې کلک
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0