وفاق دې زر تر زره افغانستان سره دخبرو اترو لاپره دوفد ليږلو فيصله وکړي ،بيرسټر سيف

Sep 18, 2025 - 14:46
Sep 18, 2025 - 14:46
 0  3
وفاق دې زر تر زره افغانستان سره دخبرو اترو لاپره دوفد ليږلو فيصله وکړي ،بيرسټر سيف

دخېبرپښتونخوا داـطلاعاتو مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف وئيلي دي چې وفاق دې زر تر زره افغانستان سره دخبرو اترو  دپاره دوفد ليږلو فيصله وکړي ګنې بل صورت کښې  دخېبرپښتونخوا حکومت جرګه افغانستان ته دتللو لپاره تياره ده، پخپل يو بيان کښې بيرسټر سيف وئيلي دي چې  خېبرپښتونخوا دترهه ګرۍ خلاف فرنټ لائن صوبه ده، ددهشت ګردۍ ټول بوج دخېبرپښتونخوا حکومت پورته کړے دے، دۀ وئيلي دي چې  دخېبرپښتونخوا دقربانيو په وجه  نور ملک دترهه ګرۍ داور نه محفوظ دے. وفاقي حکومت دې دهوش نه کار واخلي اؤ دې اهمې مسئلې ته دې په سنجيدګۍ سره وګوري. دا دانساني ژوند معامله ده.کۀ دترهه ګرۍ اور دخېبرپښتونخوا نه بهر خور شو نو ټول ملک به پخپله غيږه کښې واخلي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي