پاک وهند تاوتريخوالے: دامريکې دخارجه وزير جنرل سيد عاصم منير سره رابطه

May 10, 2025 - 10:45
 0  2
پاک وهند تاوتريخوالے: دامريکې دخارجه وزير جنرل سيد عاصم منير سره رابطه
Getty images/ISPR

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت   وينا ده چې  د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر سره خبرې وکړې او د( پاکستان او هند ترمينځ روانې) شخړې د کمولو لپاره یې د منځګړیتوب وړاندیز وکړو.

 دا تلیفوني اړیکه په داسې وخت کې وشوه چې پاکستان د شنبې په ورځ اعلان وکړو چې د هند پر وړاندې ئې  انتقامي  اپريشن شروع کړے   د هند پوځي   تنصيبات یې په نخښه کړي دي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټیمي بروس لخوا د خپرې شوې اعلامیې له مخې، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د پاکستان د پوځ له مشر جنرل عاصم منیر سره اړیکه ونیوله او   له دواړو خواووئې وغوښتل چې د تاوتریخوالي کمولو لپاره لارې چارې ولټوي."

د بیان له مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، د جنرال عاصم منیر سره د خبرو پر مهال، په راتلونکي کې د شخړو د مخنیوي لپاره د "خبرو پیل" لپاره د امریکا د منځګړیتوب وړاندیز هم وکړو.

خواوشا درې اونۍ وړاندې     مقبوضه کشمير کښې وسله‌والو د ګرځندويانو په يوه مشهور ځائے پهلګام  کژې پـ سيلانيانو  حمله کړې وه چې لږ تر لږه ۲۶ کسان پکښې ووژل او ۱۷ نور ټپيان شول.

هند دغه  حمله کښې پاکستان ککړ بللے خو اسلام اباد دهند نه په دې اړه ثبوت غوښتے  اؤ ورته ئې ددې حملې په تحقيقاتو کښې  دمرستې تجويز هم ورکړے ؤ کوم چې هند نۀ دے منلے اؤ ددې په ځائے ئې

د تېرې اونۍ د چهارشنبې په شپه هند پر پاکستان بريدونه وکړل چې پکښې دائي ايس پي ار ترمخه ٣١ اولسي وګړي شهيدان او ٥٧ نور ژوبل شوي وو.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي