دبيرسټر سيف دچينۍ دسکينډل د جوډيشل تحقيقاتو غوښتنه
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي سيف دچينۍ سکينډل باندې دجوډيشل کميشن جوړولو غوښتنه کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې دغنمو نه پس اوس دچينۍ درامد اؤ برامد دلوبې دلارې شوګر مل مافيا ته فائده رسول شوې ده
په يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې دچينۍ سکينډل دې ازادانه اؤ شفاف تحقيقات وکړے شي اؤ په دې کښې ککړې مافيا ته دې سخته سزا ورکړے شي
دا خبره ښکاره ده چې د شوګر مل مافيا تعلق دحکمرانې طبقې سره دےز دشريف خاندان ګڼ شوګر ملونه دي چې ورته ددرامد اؤ برامد په دې لوبه کښې نيغ په نيغه داربونو روپو فائده رسول شوې ده.
دچينۍ ددرامد اؤ برامد ددې لوبې دلارې دعوامو دجيبونو نه ٣٨ اربه روپۍ ويستل شوي اؤ دشوګر مافيا جيبونو کښې اچول شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0