دچيف جسټس په مشرۍ اجلاس، دبې درکه کسونو په معامله دژور تشويش اظهار

Jul 11, 2025 - 22:08
 0  2
دچيف جسټس په مشرۍ اجلاس، دبې درکه کسونو په معامله دژور تشويش اظهار

دچيف جسټس يحيى خان افريدي په مشرۍ کښې دعدالتي پاليسي سازې کميټۍ په اجلاس کښې ملک کښې دبې درکه کسانو په معامله دژور تشويش اظهار شوے دے.

دچيف جسټس په مشرۍ کښې  دقومي عدالتي پاليسي سازې کميټۍ اجلاس شوے دے چرته چې ايډيشنل اټارني جنرل او دټولو هائيکورټس  چيف جسټسز، داسلام ابادهائيکورټ چيف جسټس ، جسټس سردار سرفراز ډوګر، دلاهورهائيکورټ چيف جسټس ، جسټس عاليه نيلم، دسندهـ هائيکورټ چيف جسټس، دبلوچستان هائيکورټ چيف جسټس اؤ دپېښورهائيکورټ چيف جسټس جسټس عتيق شاه شرکت کړے دے.

دقومي پاليسي سازې کميټۍ داجلاس په اعلاميه کښې وئيل شويدي چې  عدليه به دبنيادي حقونو په معامله کومه سمجهوته نۀ کوي.

 په دې لړ کشې وئيل شويدي چې  دبې درکه کسانو په معامله د اداره جاتي رسپانس لپاره داعلې کچې کميټي جوړه کړے شوې ده، دبې درکه کسانو په اړه دلوړې کچې   کميټي به په معامله دايګزيکټيو په تحفظاتو هم غور کوي. دکميټۍ په اجلاس کښې  جوډيشل افسرانو ته  دبهرني مداخلت نه دتحفظ فراهم کولو فيصله شوې ده

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي