پنجاب کښې دباران اؤ زول دلاسه تباهي،١٢ مړۀ
دلاهور پشمول په ټول پنجاب کښې داوسنيو بارانونو اؤ زول دلاسه په مختلفو حادثو کښې داوو ماشومانو پشمول ١٢ کسان مړۀ اؤ ٣٩ نور ژوبل شويدي،
صوبائي ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټۍ( پي ډي ايم اے) لخوا جاري شوي رپورټ ترمخه ٢٥م نه ٢٧م جون په دوران په ټوله صوبه کښې دبارانونو په سبب کم از کم ٢٥ حادثې شويدي.
دپي ډي ايم اےترجمان ترمخه زياتره مرګونه دچتونو اؤ ديوالونو اپريوتو په وجه شويدي، ترجمان ،ئيلي دي چې په
متاثره علاقو کښې امدادي کارروايۍ روانې دي اؤ ژوبل شوي کسان نزدې هسپتالونو ته منتقل کړے شويدي، دپنجاب دوزيراعلي په هدايت به دمړو شوو کسانو درشته دارو ماليمرسته کولے شي،
زخميانو ته هم دعلاج هر ممکن سهولت ورکولے شي. چارواکو اولسي وګړو ته اپيل کړے دے چې دخراب موسم په دوران دې دغيرضروري سفر نه ډډ وکړي اؤ محفوظو مقاماتو کښې دې پناه واخلي چې دغه شان دنقصانونو نه بچ شي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0