مونږ دخپلو شهيدانو داحسانونو بدله کله نۀ شو ادا کولے، فيلډ مارشل عاصم منير
چيف اف ارمي سټاف فيلډ مارشل عاصم منير وئيلي دي چې مونږ دخپلو شهيدانو داحسانونو بدله کله نۀ شو ادا کولے
ارمي چيف وئيلي دي چې زمونږ دشهيدانو وينا زمونږ دقومي قوت بنياد دے.
دپاک فوج دشعبه تعلقات عامه( ائي ايس پي ار) له لوري جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې دشهيد ميجر سيد معيز عباس شاه دجنازې لمونځ په راولپينډۍ کښې ادا کړے شوے دے
هغه دجنوبي وزيرستان په سرا روغه علاقه کښې ددهشت ګردو خلاف داپريشن په دوران شهيد شوے ؤ.
دهغه په جنازه کښې چيف اف ارمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي داخله وزير،اعلي عسکري اؤ سول چارواکو، افسرانو او ځوانانو ګډون کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0