ايران سره دجوهري معاهدې امکانات دي، ډونلډ ټرمپ

Jun 11, 2025 - 18:14
 0  2
ايران سره  دجوهري معاهدې امکانات دي، ډونلډ ټرمپ

 دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ اؤ اسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو ترمينځ ټيليفوني رابطه شوې ده، دواړو مشرانو ايران سره  په جوهري معاهده خبرې کړيدي

 دخبري ادارې ترمخه امريکائي صدر نيتن ياهو ته وئيلي دي چې  ايران سره  دجوهري معاهدې امکانات دي، ډونلډ ټرمپ وئيلي  في الحال د ايران خلاف دفوجي کارروايۍ مخالفت کوو.

بلخوا  د ايران د بهرنيو چارو وزارت وينا ده چې د ايران او امريکې ترمنځ د غيرمستقيمو خبرو اترو شپږم پړاو به راتلونکې اونۍ د يکشنبې په ورځ د عمان په پلازمېنه مسقط کښې ترسره  کيږي.

 ارنا خبري اژانس پرون پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي چې د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند اسماعيل بقايي د ايران او امريکا د غيرمستقيمو مذاکراتو د راتلونکي پړاو په اړه د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کښې ويلي: «د ترسره شوو مشورو په پام کښې نيولو سره، د ايران او امريکا د غيرمستقيمو خبرو اترو بل پړاو راتلونکې اونۍ د يکشنبې په ورځ په مسقط کښې ترسره کېدونکي دي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي