نوشکي کښې دپوليو په ټيم حمله، پوليس اهلکار شهيد

په بلوچستان کښې دپوليو په ټيم دډزو له امله يو پوليس اهلکار شهيد شوے دے.
دذريعو وينا ده چې دبلوچستان په نوشکي ضلع کښې دکلي محمد حسني علاقه کښې نامعلومو وسله والو دپوليو په ټيم ډزې کړيدي چې له امله ئې دپوليو ټيم په سيکورټي مامور يو پوليس اهلکار شهيد شوے دے.
دحملې وروسته سيمې ته پوليس اهلکار رسيدلي، ټوله علاقه ئې پخپله ولقه کښې اخستې اؤ دحمله کوونکو لټون ئې شروع کړے دے.
صدر اصف علي زرداري اؤ وزيراعظم شهبازشريف پخپلو بيلا بيلو بيانونو کښې په نوشکي کښې دپوليو په ټيم دشوې دې حملې غندنه کړې ده.
What's Your Reaction?






