دملالې يوسفزئي د لبنان دماشومانو دتعليم لپاره ديونيم لک ډالرو د ګرانټ اعلان

لندن( وحدت خبريال) نوبيل انعام يافته ملاله يوسفزئي اعلان کړے دے چې دلبنان دوه مقامي تنظيمونو ته يونيم لک ډالره ګرانټ جاري کولے شي چې ورسره به دعلاقې بحالۍ اؤ دغلته ماشومانو ته دبهتر تعليم په ورکړه کښې مرسته ترلاسه شي.
ملاله يوسفزئي څوک ده؟
دملاله يوسفزئي تعلق دسوات سره دے، سوات کښې دهاغه وخت وخت مشر ملا فضل الله په مشرۍ کښې چې طالبانو کله دجينکو سکولونه بندول نو کم عمره ملالې يوسفزئي دګل مکۍ په نوم سره دطالبانو خلاف دغندنې ليکنې کړې وې چې په بي بي سي اردو څانګه خپرې شوې وې.
داردو ويکيپيډيا ترمخه په ٢٠١٢م کښې دګرمۍ په موسم کښې په يوه غونډه کښې طالب مشرانو په يوه خلۀ دملالې دقتلولو فيصله وکړه اؤ هم په دې کال چې کله په ٩م اکتوپر ملاله دسکول نه په واپسۍ په يو ګاډي کښې تلله نو طالبانو په هغې حمله وکړه چې پکښې ملاله په ګولۍ پسر ولګيده اؤ بې هوشه شوه، دهغې دوه نورې ملګرې کائنات رياض اؤ شازيه رمضان هم په دې حمله کښې ژوبل شوې وې.
ملاله وروسته دهيلي کاپټر دلارې دپېښور فوجي هسپتال ته دعلاج لپاره يوړے شوه، په ١٥م اکتوبر ملاله دډاکټرانو اؤ دهغې دخاندان په اجازت سره برطانيې ته دعلاج لپاره يوړے شوه چرته چې هغه برمنګهم کوئين الزبتهـ هسپتال ته منتقل کړے شوه.
په ١٧م اکتوبر، ٢٠١٢م کښې ملاله په هوش کښې راغله، په ٢مه فرورۍ دپينځه ګينټو اوږد اپريشن نه پس دملالې دکهوپړۍ هډوکے اؤ دهغې سماعت بحال کړے شو، هغه دمارچ ٢٠١٣م نه برمنګهم کښې دجينکو اسکول ايجبسټن هائي سکول کښې زيرتعليم ده.
په ١٢مه جولائي ٢٠٢٣م چې کله دملالې شپاړسمه سالګره وه نو هغې متحده قامونو ته دعالمي خواندګۍ په اړه خطاب وکړو، متحده قامونو دا پېښه دملالې ورځ وګرځوله.
په لسم اکتوبر ٢٠١٤م کښې ملالې ته دماشومانو دتعليم دحق لپاره په جدوجهد دامن نوبيل انعام ورکړې شو،د١٧و کلونو په عمر کښې ملاله ددې اعزاز ترلاسه کوونکې دټولې دنيا ترټولو کم عمره شخصيت دے.
What's Your Reaction?






