مونږ جنګ نۀ غواړو، ايراني صدر

دايران صدر مسعود پزشکيان وئيلي دي چې مونږ جنګ نۀ غواړو، دامريکې سره به جوهري مذاکرات جاري ساتو خو ددهمکيانو نه نۀ ويريږو.
دغيرملکي ميډيا ترمخه دايران صدر مسعود پزشکيان دامريکا، ايران جوهري مذاکراتو په حواله دخبرو اترو په اړه وئيلي دي چې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ په يو وخت کښې دامن خبره کوي اؤ بيا دهمکۍ ورکوي.
دامريکائي صدر په رويه پوښتنې راولاړولو سره مسعود پزشکيان وئيلي ايا مونږ دامريکائي صدر په کومه خبره يقين وکړو؟
What's Your Reaction?






