مونږ دشمن پۀ پټه نۀ بلکې په چيلنج سره وژنو، فيلډ مارشل سيد عاصم منير

Dec 10, 2025 - 22:44
 0  2
مونږ دشمن پۀ پټه نۀ بلکې په چيلنج سره وژنو، فيلډ مارشل سيد عاصم منير

اسلام اباد( وحدت خبر) فيلډ مارشل سيد عاصم منير  هند دترهه ګرۍ باعث ګرځولے اؤ وئيلي ئې دي چې مونږ دشمن پۀ پټه نۀ بلکې په چيلنج سره وژنو، چيف اف ارمي اسټاف اؤ چيف اف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير  دقومي علماؤ اؤ مشائخو کانفرنس ته په وينا کښې ووئيل چې  درياست طيبه اؤ رياست پاکستان پخپل مينځ کښې ژور تعلق دے اؤ دفاعي معاهده تاريخي ده. فيلډ مارشل عاصم منير ووئيل چې الله پاک په ټولو اسلامي ملکونو کښې  دحرمينو دمحافظينو شرف پاکستان ته عطا کړے دے. عاصم منير ووئيل چې  کوم قوم چې علم اؤ قلم پريښے نو انتشار اؤ فساد في الارض خپل ځائے  جوړ کړے دے. دۀ ووئيل چې عزت اؤ طاقت په تقسيم سره نۀ بلکې په محنت اؤ علم سره ترلاسه کيږي،  دهشت ګردي دپاکستان نۀ بلکې دهندوستان  طريقه ده، فيلډ مارشل سيد عاصم منير ووئيل چې  په اسلامي رياست کښې درياست نه بغير  دکوم جهاد حکم څوک نۀ شي ورکولے، په معرکه حق کښې دالله پاک په نصرت سره کاميابي ترلاسه شوه. علماؤ دې قام متحد وساتي اؤ دقوم په نظر کښې دې وسعت پيدا کړي.

بلخوا داے پي پي ترمخه و زيراعظم شهباز شريف د هېواد پرمختګ او استحكام لپاره يو كېدل او د ترهګرۍ ختمول ضروري ګرځولو سره وئيلي دي له دې پرته د معاشي بحالۍ خوب ريښتيا كېدې نه شي، د پاك پوځ په ضد پروپېګنډا د قبولولو وړ نه ده٬ د شهيدانو پۀ  قربانيو پسې به څوک ټوقې کولو ته نه پرېږدو ٬ عسكري او سياسي  قيادت چې په شريکه كار وكړو نو د ډيفالټ خلې ته رسېدلے معيشت بېرته ټرېك ته راغلو

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي