نوښار کښې دوه ټريفکي پېښې، دډاکټر پشمول درې تنه پحق ورسيدل

Nov 12, 2025 - 21:00
 0  107
نوښار کښې دوه ټريفکي پېښې، دډاکټر پشمول درې تنه پحق ورسيدل

 نوښار( سيد نديم مشواني) د رسالپور اؤ جهانګيري نوښار جي ټي روډ وتړ په مقام  دوه ټريفکي پېښې  شويدي چې له امله ئې دسينئر ډاکټر پشمول درې کسان په موقعه پحق رسيدلي دي اؤ ديو طالب علم پشمول شپږ کسان ژوبل شوي هم دي، په ژوبل شوو کښې دوه کسان په تشويشناک حالت کښې ليډي ريډنګ هسپتال پېښور ته منتقل کړے شويدي. دريسکيو١١٢٢ ترمخه دپېښور نه مردان ميډيکل کمپليکس ته روان ډاکټر جنيد خان اؤ ډاکټر عامر عتيق ګاډے  دتيزرفتاره  موټر  سره رسالپور ارمي ګيټ نمبر ٠٣ سره نزدې په يوټرن ټکر شوے دے چې په نتيجه کښې ئې په ګاډي کښې ناست دمردان ميډيکل کمپليکس سينئر ډاکټر عامر عتيق په موقعه پحق رسيدلے اؤ ډاکټر جنيد خان، نجيب الله دمردان ګجر ګهړۍ اوسيدونکي اؤ دمردان اوسيدونکے علي ژوبل شويدي. دريسکيو١١٢٢ ترمخه  جهانګيري نوښار جي ټي روډ باندې دوتړ  سټاپ سره نزدې مال برداره ډمپر اؤ ګاډے جنګيدلي دي چې له امله ئې دوه کسان خيال محمد چې ديرش کلن ؤ  اؤ دصوابۍ اوسيدوننکے اؤ يو څلويښت کلن نامعلومه تن پحق رسيدلے دےو سيد عمر، داکوړه خټک اوسيدونکے په دې پېښه کښې ژوبل شوے دے،  زخميان اؤ لاشونه ريسکيو١١٢٢ قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس نوښار ته منتقل کړيدي، دپوسټ مارټم نه پس  رسالپور اؤ  نوښار کينټ تاڼه کښې دملزمانو خلاف مقدمې درج کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي