کرک کښې دوه موټرسائيکلې وجنګيدې، څلور مړۀ

دخېبرپښتونخوا په کرک ضلع کښې دوه موټرسائيکلې جنګيدلي دي چې له امله ئې څلور کسان مړۀ اؤ يو ژوبل شوے دے،
دذريعو ترمخه دحادثې نه فوري وروسته مقامي خلقکو دريسکيو ټيمونو ته اطلاع ورکړې ده چې دغه شان لاشونه اؤ ژوبل تن هسپتال ته رسول شوے دے.
ذريعو وئيلي دي چې دمړو شوو ځوانانو عمرونه د٢٠و نه ٣٠ کلونو پورې دي. مړو شوو کسانو کښې ددريوو تعلق غنډي ميرخان خيل سره دے. پوليسو دپېښې تحقيقات شروع کړيدي.
What's Your Reaction?






