دوزيراعظم عمران خان سره دسهيل افريدي دملاقات لپاره دانتظاماتو هدايت

Oct 21, 2025 - 22:15
 0  2
دوزيراعظم عمران خان سره دسهيل افريدي  دملاقات لپاره دانتظاماتو هدايت

) دثقافت دمملکت وزير حذيفه رحمان وئيلي دي چې   وزيراعظم شهبازشريف دپي ټي ائي باني  عمران خان سره دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى سهيل افريدي  دملاقات لپاره دانتظاماتو هدايت کړے دے،  دۀ وئيلي دي چې   وزيراعظم صوبائي حکومت ته وئيلي چې   عمران خان سره دسهيل افريدي  ملاقات وکړي، دۀ وئيلي دي چې  زۀ اميد لرم چې په راتلونکو څو ورځو کښې به دا ملاقات ترسره شي، دثقافت دمملکت وزير حذيفه رحمان   د ډان نيوز د پروګرام "دوسرا رخ" کښې د کوربه نادر ګراماني سره په خبرو کښې د کلتور، سياحت او ورثې وزير حذيفه رحمان وويل چې وزير اعظم شهباز شريف د صوبې حکومت ته ويلي دي چې د سهيل آفريدي بايد عمران خان سره ملاقات وکړي۔  هغه وويل: "زما هيله ده چې په راتلونکو څو ورځو کښې دغه ملاقات ترسره شي، مرکزي حکومت صوبې حکومت ته ويلي دي چې دغه ملاقاتلپاره انتظامات وکړي څو په خيبرپختونخوا کښې د کابينې تشکيل  ممکن شي۔"   وزير مملکت وويل چې زما د معلوماتو له مخې، صوبې حکومت د دې لپاره ميکانيزم تياروي چې وروسته دغه ملاقات زر ممکن شي۔ حذيفه رحمان وويل چې وزير اعظم شهباز شريف د وزير اعلي خيبرپښتونخوا سهيل آفريدي ته د دعهدې دسوګند اخيستلو پۀ مهال په ټيليفون مبارکي ورکړې، خو وزير اعلي هغه ته مثبت ځواب نه دے ورکړے او په ميډيا  ئې غلط معلومات ورکړي دي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي