ترهه ګري به بيخي نۀ زغمل کيږي، دوزيراعظم دسياسي امورو مشير

Oct 18, 2025 - 23:14
Oct 20, 2025 - 09:10
 0  1
ترهه ګري به بيخي نۀ زغمل کيږي،  دوزيراعظم دسياسي امورو مشير

 دوزيراعظم دسياسي امورو مشير رانا ثناء الله وئيلي دي چې    ترهه ګري به بيخي نۀ زغمل کيږي،  دوزيراعظم دسياسي امورو مشير وئيلي دي چې   دګډ اؤ بيډ طالبانو نظريه ناکامه شوې ده، په کوم ګوند پابندي دمسلم ليګ(ن)  پاليسي نۀ ده، دۀ وئيلي دي چې   پاکستان به په جنګ کښې وړومبے والے نۀ کوي خو په جنګ کښې به دچا قرض هم نۀ پريږدي، ميډيا سره  رانا ثناء الله خبرو کښې ووئيل چې  پاکستان دافغان مهاجرينو په کلونو ميلمستيا وکړه، دافغانستان په رويه افسوس دے، اوس  مونږ دنورو شهيدانو جنازې نۀ شو پورته کولے، دۀ ووئيل چې  دهشت ګردي به په يو صورت هم نۀ زغمل کيږي، دهرې دهشت ګردۍ به خلۀ ماتے جواب ورکولے شي، دۀ ووئيل چې  دافغان خاورې نه دې دپاکستان خلاف ددهشت ګردۍ کارروايۍ بندې کړے شي. دۀ ووئيل چې  چاته به دانتشار اؤ فتنې دخورولو اجازت ورنۀ کړو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي