اسلام اباد کښې دهلک اؤ جينۍ دخودکشۍ اؤ قتل پېښه

Oct 11, 2025 - 21:19
 0  0
اسلام اباد کښې دهلک اؤ جينۍ دخودکشۍ اؤ قتل پېښه

په دارالحکومت اسلام اباد کښې دهلک اؤ جينۍ دخودکشۍ اؤ قتل پېښه مخې ته راغلې ده، دهمک تاڼې حدودو ماډل ټاؤنکښې دقتل اؤ خودکشۍ پېښه شوې ده، دوه جينۍ اؤ دوه هلکان فضل ربي هوټل ته راغلي وو، دعيني شاهدانو ترمخه لږ ساعت وروسته  ددوي ترمينځ خبرې ترخې شويدي،  عمران اصغر نومې تن پۀ سر دجينۍ ويشتلو وروسته خودکشي کړې ده، په ډزو دويشتل کيدو په سبب جينۍ سخته ژوبل شوې، عائزه شهزاد نومې جينۍ وروسته  هسپتال دعلاج لپاره وړل شوې وه خو هغې دزخم تاب نۀ دے راوړے اؤ ساه ئې ورکړې ده، دپوليسو ترمخه دقتل اؤ خودکشۍ دپېښې وروسته د وژل شوو سره راغلي هلک اؤ جينۍ تښتيدلي دي، پوليسو ددواړو لټون شروع کړے دے. دپوليسو وينا ده چې څلورو واړو په يوه فيکټرۍ کښې په يو ځائے کښې کار کولو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي